ایکنانیوز دالعهد له قوله راپور راکړؤ سید حسن نصر ا... بیګا پخپلې یوې وینا کې په دې خبرې په ټينګار سره چې په نړۍ کې دریځ نه لرونکي او غافل کسان باید په رفح کې د وحشي صهیونیسټي رژیم د بوږنونکو جنایتونو په لیدو سره د غفلت له خوبه ویښ شي ووئيل؛ صهیونیستي نیواکګر رژيم اصلا وجدان او اخلاقي اصول نه لری او له نازیانو هم بدتر دی.
د لبنا ن د حزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشی روښانه کړې ده ، په غزې تړانګې کې د فلسطینیو کډوالو په ضد صهیونیسټي نسل وژونکي رژيم جنایت د صهیونیسټي نیواکګر رژيم وحشیتوب،خیانت او ناځوانمردي نندارې ته وړاندې کوي. . دغه بوږنونکی جنایت به د دغه جنایتکار او وحشی رژیم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي او په سیمې کې به دغه نازي رژيم راتلونکی ونه ویني .
سید حسن نصر ا... زیاته کړې ده ، نړیواله ټولنه د صهیونیسټي جعلی رژیم په مقابل کې بې وسه او کمزوري ده او یوازې د اعلامیو په خپرولو او محکومیّت او داندیښنو په څرګندولو بسنه کوي.